د پاکستان پخواني لومړي وزیر په لاهور کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، چې په زړه کې د غچ فکر نه لري، یوازې قوم ته خدمت غواړي او د خوشالي هیله یې لري. د مسلم لیګ نواز ډلې مشر نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته پرون پاکستان ته ستون شو. نواز شریف په اسلام اباد کې د قانوني سندونو تر لاسلیکولو وروسته لاهور ته لاړ او په منار پاکستان کې یې د خپلو پلویانو غونډې ته وینا وکړه. هغه په دې وینا کې زیاته کړه چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې یې په جلا وطنۍ، دوسیو چلولو او بند کې وخت تېر کړی دی. نوموړي زیاته کړه، چې له چاد غچ اخیستو فکر ور سره نشته، بلکې لویه هیله یې قوم ته خدمت کول دي. نواز شریف زیاته کړه چې اوس پاکستان له مختلفو ستونزو سره مخ دی، بیا یې له خلکو وغوښتل چې له ګرانۍ، بې روزګارۍ، د برېښنا له ګرانو بېلونو او نورو ستونزو د پاکستان د نجات لپاره ور سره ودرېږي.