پاکستاني رسنۍ وایي دسختو مالي ستونزو له امله د دغه هېواد هوایي شرکت «پي آی اې» خپلې الوتنې په بشپړ ډول ودرولې. د راپورونو له مخې د تېلو نه ترلاسه کېدو له امله نن هم ۵۰ الوتکې له الوته پاتې شوې دي. پاکستاني رسنیو ویلي د پټرولو دولتي کمپنۍ د پېسو نه ترلاسه کېدو له امله «پي آی اې» ته د تېلو ورکړې څخه انکار کړی چې له همدې امله د هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو کې الوتکې له الوتنو پاتې شوې دي. د پاکستان هوایي شرکت لا په رسمي توګه د «پي ای اې» الوتکو د الوتنو د درېدو په اړه څه نه دي ویلي.