د فلسطين او اسرايلو د جګړې په اړه په يوه غونډه کې د انتونیو ګوتېرېش ځينو څرګندونو اسرائيلي استازي قهرولي او غوښتنه یې ترې کړې چې د ملګرو ملتونو له مشرتوبه استعفا ورکړي. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش اسرايل ته په اشارې ويلي چې دغه هېواد ددې لامل شوی چې د “حماس ډله” د اکتوبر پر اوومه نېټه بریدونه پیل کړي.