د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې وسلهوالو غلو له یوه خصوصي بانک څخه ۸.۷ ميليونه کلدارې لوټ کړي دي. د کراچۍ ښار د شامان ښارګوټي د پوليسو مشر جنيد شيخ ویلي، چې تېره ورځ په درېيو موټرسايکل سپرو شپږو وسلهوالو غلو لومړی د یاد بانک له ساتونکو وسلې اخیستي او بیا بانک ته ننوتلي دي. ده ویلي چې یادو کسانو د بانک ۸.۷ ميليونه کلدارې لوټ کړي او بېرته له سيمې تښتېدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې ښايي د بانک له کارکوونکو به هم څېړنې وشي.