د راپورونو له مخې، د امريکا دمين ایالت په لوسټن ښار کې د يو وسلوال کس په بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان دي. پوليس وايي، چې یو وسله وال کس لومړی په بولنګ کلب او وروسته په يو رسټورانټ کې پر خلکو ډزې کړې دي. پوليسو زياته کړې چې دغه کس له ډزو کولو وروسته له سيمې په تېښته بريالی شوی دی. دغه راز په دې سيمه کې پولیسو له خلکو غوښتنه کړې ده چې که د نوموړي کس په اړه معلومات لري، له پوليسو سره دې شريک کړي.