د سويډن حکومت د عراقي الاصله سويډني سالوان موميکا د اخراج حکم صادر کړ. مومیکا څو ځله په عامه ځايونو کې قرآن کریم ته اور اچولی و، چې د مسلمانانو غبرګونونه يې راوپارول. نوموړي ته تر راتلونکې فبروري مياشتې تر ۱۶ نېټې وخت ورکړل شوی، چې له سويډن ووځي. دغه راز د عراق حکومت هم څو ځلې له سويډن غوښتي و، چې سالوان موميکا دې دوی ته وسپاري، خو د یاد هېواد ځواب منفي و.