د تېلو د نشتوالي له امله په تېرو ۱۳ ورځو کې د پاکستان دولتي هوايي شرکت «پي ای اې» ملکي او نړيوال ۵۲۸ پروازونه لغوه شوي دي. د «پي ای اې» وياند رسنیو ته دغه شمېرې تاييد کړې دي. نوموړي ويلي، د «پي ای اې» د تېلو له یوې کمپنۍ سره یې خبرې کړې، چې تېل به ورکوي او په څو ورځو کې به یاد پروازونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي. د یادونې وړ ده چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او د دغه هېواد کلداره هم د ډالرو پر وړاندې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.