د امریکا د کانگرس د استازو مجلس دموکرات غړي وایي د یو راپور په هکله پلټنې کوي چې وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل پخواني مدافع وکیل مایکل کوهن ته امر کړی و چې کانگرس ته درواغ ووایي. راپور کې ویل شوي هغو دوو مامورینو چې ددغه پلټنو مسؤلیت لري ادعا کړې ده چې ټرمپ خپل شخصي مدافع وکیل ته ویلي وو چې په مسکو کې د “ټرمپ برج” د جوړولو د پروگرام په هکله درواغ ووایي. کوهن مخکې اعتراف کړی و چې د امریکا کانگرس ته یې په خپلو څرگندونو کې درواغ ویلي دي خو د ټرمپ نوم یې نه و اخیستی. تر اوسه ټرمپ ددغه راپور په اړه غبرگون نه دی ښودلی خو دمخه یې دغه ادعا رد کړې ده چې گواکې په دې اړه یې خپل شخصي وکیل ته سپارښتنه کړې ده.