د اردن حکومت ويلي، چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اعتراض کې، غواړي چې له دغه هېواد څخه خپل سفير وباسي. د اردن د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل د بریدونو د غندلو ترڅنګ ويلي، چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمان الصفدي پرېکړه کړې، چې سمدستي له اسرائیل څخه د اردن سفیر راوغواړي. اردن چې په ۱۹۹۴ کال کې د دويم عربي هیواد په توګه له اسرائیل سره عادي اړيکې لري، په ۲۰۱۹ کال کې یې هم له اسرائیل خپل سفیر ورغوښتی و.