د عمران خان د حکومت د اطلاعات او فرهنګ مخکنی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر فواد چوهدري له خپله کوره تښتول شوی دی. راپورونه وایي، نوموړی د ځینو کسانو له خوا چې شخصي جامې یې اغوستې وې بیول شوی. دغه راز د هغه ورور هم رسنيو ته ويلي، چې دغو کسانو نوموړی په زور له کوره باسلی او نه پوهېږې چې چېرته يې بوولې دی. دی وايي له يادو کسانو سره د هغه د نیولو یا بیولو لپاره هیڅ کوم امر نه و.