د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په ناڅاپي سفر عراق ته رسېدلی دی. منځني ختیځ ته د بلېنکن د دې سفر هدف د اسراییل او د فلسطین د حماس ډلې ترمنځ د جګړې د شدت کمول ګڼل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق تر سفر مخکې لوېدیځې غاړې ته سفر کړی و. بلېنکن په بغداد کې د عراق له صدراعظم محمد شیاع السوداني سره خبرې کړې دي.