د پاکستان پوځ وایي، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یوه لوړ پوړي افسر په ګډون څلور سر تېري او درې تنه وسله وال وژل شوي دي. د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه عملیات پرون، د خیبر درې په تیراه سیمه کې ترسره شوي دي. د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملیاتو پر مهال درې وسله وال او د یوه افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې نښته کې درې وسله وال ټپيان شوي هم دي او اوس هلته چاڼیز عملیات روان دي.