د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په فبروري میاشت کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري. تر اوسه د یادې لیدنې ځای نه دی په ډاګه شوی. وړاندې تر دې دواړو لوریو د شمالي کوریا د اټمي بې وسلې کولو په موخه په سینګاپور کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سره وکتل. که څه هم په هغه وخت کې په نږدې راتلونکې کې د بلې ناستې خبرونه ورکړل شول خو بیا د دواړو مشرانو تر منځ سخت لفظي ګزارونه هم تبادله شول. دواړه مشران په داسې حال کې سره ګوري چې څه موده وړاندې د شمالي کوریا مشر ویلي وو چې دی چمتو دی د کوریا د بې وسلې کولو په موخه له خپل امریکایي سیال سره وګوري.