د بې سرحده ډاکټرانو او د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د ۱۳ لوی بشري سازمانونو ایتلاف د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې په غـــــزه کې د اوربند لپاره هڅه وکړي. دغه راز د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډ هم ویلي، د اسرائیل له صدراعظم څخه یې غوښتي چې خپل بریدونه په مؤقت ډول ودروي. بلخو د اسرائیلي چارواکي وايي چې ، له حماس سره تر جګړې وروسته یې هېواد د غزې په سیمه کې د حکومتولۍ کوم پلان نه لري خو ځان ډاډه کوي چې دغه سيمه غیر نظامي پاتې شي.