د دې غورځنګ مشرانو ویلي، دا جلسه یې د نقيب مسيد د لومړي تلين په پار رابللې ده. په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نورالله ترين وايي، جلسې ته به د غورځنګ مشر منظور پشتين او نور مرکزي مشران وینا وکړي. هغه تور پورې کوي چې پوځ یې په وار وار جلسو ته ورتلونکي کسان ځوروي او له پاکستاني حکومته یې په جدي توګه د دې کار د مخنیوي غوښتنه کړې ده. نوموړي پر پاکستاني حکومت غږ کړی دی چې که په جلسو یې حقونه ورنه کړل شي نو د خپلې مبارزې بڼه به بدله کړي. پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال د مې په مياشت کې په کراچۍ کې ولسي غونډه وکړه چې له هغه وروسته یې په پراخه کچه ولسي ملاتړ پیدا کړ. دا په داسې حال کې ده چې د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین هم د پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وینا پر مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که یې حقونه ورنه کړل شي نو د خپلې مبارزې بڼه به بدله کړي.