د نړۍ د ۵۷ هېوادونو مشرانو چې په يوه بېړنی ناسته کې له اسراييله وغوښتل چې په غزه کې دې جګړه پای ته ورسوي. دغه بېړنۍ ناسته په سعودي عربستان کې جوړه شوې وه او ګډونوالو يې د اسرائیل دا ادعا رد کړه، چې پر غزې یې برید د ځان په دفاع کې کړی دی. دوی پر غزې د روان یرغل پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د یوه پریکنده او الزامی پرېکړهلیک د خپرېدو غوښتنه وکړه.