د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک وروسته له هغه د کورنیو چارو خپله وزیره له دندې ګوښه کړه چې د فلسطین پلوه لاریون کوونکو په اړه یې څرګندونې ناندریزه شوې. سویله براورمن په یوه لیکنه کې د لندن پولیس تورن کړي وو چې د فلسطین پلوه لاریون کوونکو پرضد کوټلي ګامونه نه اخلي او غندلي یې وو. په لندن کې تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ زره لاریون کوونکي د غزې په ملاتړ لارو کوڅو ته وتلي وو. د اغلې براورمن له ناندریزو څرګندونو وروسته، خپله په واکمن ګوند کې پر لومړي وزیر فشارونه ډېر وو چې له واک یې ګوښه کړي. د نوموړې پر ځای د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلېورلي ټاکل شوی، او د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کمرون ګومارل شوی دی. کمرون نږدې ۶ کاله د بریتانیا لومړی وزیر و.