په سپين بولدک او چمن لارې د تګ راتګ لپاره د ويزې او پاسپوټ د جبري کولو پر ضد د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو لاريون د څلورمې اوونۍ لپاره هم دوام لري. لاريون کوونکو خبرداری ورکړی، که یې د پاکستان حکومت غوښتنو ته پام و نه کړي، دوی به جدي اقدامات وکړي .دوی وايي، پرېکړه يې کړې چې په اسلام اباد کې به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي. ويل کيږي، چې د پاکستان حکومت تر اوسه د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.