د ایټالیا حکومت ویلي چې تېره ورځ په مدېترانه کې یوه کېښتۍ دوبه شوې چې ۱۲۰ کډوال پکې سپاره وو. د حکومتي چارواکو په وینا له دې ډلې یوازې ۳ کسه یې ژغورل شوي او پاتې نور ډوب شوي دي. بل پلو د اسپانیا د حکومت چارواکو هم ویلي چې په اوبو کې یې د کډوالو یوه کښتۍ لا درکه شوې ده. ددوی په وینا ډېر احتمال شته چې دغه کښتۍ هم ډوبه شوې وي. په دې کېښتۍ کې تر ۵۰ پورې کسان سپاره وو چې تر دې دمه یې درک نه دی لګېدلی. د کډوالو عالي کمیشنري بیا وايي چې په تېرو دوو ورځو کې ټولټال ۱۷۰ کډوال چې تر ډېره د افریقايي هېوادونو او سوریې اوسېدونکي وو ډوب شوي دي.