د اېپيک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو ۳۰ مه غير رسمي غونډه پرون د امريکا په سانفرانسیسکو کې ترسره شوه. د چين ولسمشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ویلي، چې د اېپيک د مشرانو د نوبتي غونډې ميکانیزم له جوړېدو راهیسې د سيمې د سوداګرۍ او پانګونې په ازادېدو او اسانېدو، د اقتصادي تخنيکونو په پرمختګ او د مالونو او انسانانو په تګ راتګ کې ډېرې مرستې کړې دي. نوموړي ویلي، اوسمهال نړیوال اقتصاد له ډېرو خطرونو او ننګونو سره مخامخ دی، د اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال اقتصادي پرمختګ په توګه ډېر مسووليتونه پر غاړه لري. شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو پر اصلي هدف ټينګار کړی دی.