د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د دغه هېواد د ۱۲۰ وګړو چې په غزه کې بند پاتې وو، مسکو ته د ستنېدو خبر ورکړی. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ۴۰۸ روسي وګړي له غزې څخه خپل هېواد ته ستانه شوي او ۱۳۶ نور په مصر کې د بېرته ستنېدو په تمه دي. یو شمېر روسي وګړي چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په منځ کې بند پاتې وو، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د بیړنیو حالاتو وزارت په همغږۍ مسکو ته لیږدول شوي دي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، د اسراییل او فلسطین تر کړکېچ وروسته تر زرو زیاتو کسانو له دغه وزارته د وتلو غوښتنه کړې ده.