د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن نن د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې، له اوکراینه د ملاتړ په هدف دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې د اوکراین په لویدیځو ملاتړو په ځانګړې توګه امریکا کې له جګړې د ستړیا اندیښنې راپورته شوي دي. اسټین پر خپله ټویټر پاڼه ډاډ ورکړی چې متحده ایالتونه د روسیې د برید پر وړاندې د اوکراین د ازادۍ د جګړې ملاتړ ته دوام ورکوي.