د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن اوکراین ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کتلي دي. نوموړي په دې لېدنه کې زیلینسکي ته ډاډ ورکړی، چې د متحدو ایالاتو ملاتړ درسره دی او ترډیره به دوام وکړي. نوموړي ټنګار کړی چې متحده ایالتونه د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ازادۍ د جګړې ملاتړي دي. د امریکا دفاع وزیر په داسې مهال کییف ته سفر کړی، چې د اوکراین په لویدیځو ملاتړو په ځانګړې ډول امریکا کې له ” جګړې د ستړیا” اندېښنې راپورته شوي دي. د یادولو وړ ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د فبرروۍ په ۲۴مه جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري.