د راپورونو له مخې جرمني تازه له اوکراین سره د ۱،۲ میلیارد یورو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان کړی دی. ویل کیږي چې په دې مرسته کې د هوايي مدافعې یو ځواکمن سیسټم او د توپچي مهمات هم شامل دي. د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس دا مرسته له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره په کییف کې د لېدلې پر مهال اعلان کړې ده. له متحدوایالاتو ورسته جرمني له اوکراین سره په پوځي برخه کې تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی او تر دې وړاندې یې هم ورسره ډیرې پوځي مرستې کړې دي. د جرمني دفاع وزیر په داسې حال کې اوکراین ته په سفر تللی چې روسیې پر یاد هیواد د توغندیو او ډرونونو حملې زیاتې کړې، چې په ترڅ کې یې تر ډېره عامه ځایونه په نښه شوي دي.