په مکسیکو کې د تيلو په یوه پایپلاین کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۷۳ کسانو ته رسېدلی دی. په دې چاودنه کې چې پرون د مکسیکو په شمال ۸۵ کیلومټرۍ کې د هیدالګو په ایالت کې شوې، ۷۴ تنه نور ټپیان هم دي. د دې ایالت والي عمر فیاض پرون ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پیښې له ځایه یې د پنځو کسانو مړي موندلي دي. ویل کېږي چې غلو له دغه پایپلاینه تېل لیک کړي وو چې وروسته د ماشومانو په ګډون سلګونه کسانو هڅه کوله چې په ګیلنو کې تېل راټول کړي چې د کوم شي له امله یې اور اخیستی دی او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده. پولیسو ویلي تر اوسه یې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.