د پاکستان د کراچۍ ښار په یو سوداګریز مرکز د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. ځایي پولیس چارواکي وایي چې دا پېښه د راشد منهاس په نوم سیمه کې شوې او تر ۵۰ پورې دوکانونه هم پکې سوځیدلي دي. د سیمې خلکو بیا پر پولیسو او د اور وژنې پر عملې نیوکې کړي او ویلي يې دي، چې تر ناوخته په اور وژلو نه دي بریالي شوي. کراچۍ ښار، د پاکستان له تر ټولو لویو تجارتي ښارونو څخه دی چې وخت په وخت داسې پېښې پکې رامنځته کیږي.