اوکرایني چارواکو ویلي چې د نومبر په ۲۵مه د شپې په اوږدو کې یې له ۷۵ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۴ نسکورې کړي دي. د دوی په وینا دا پر دې هیواد له پیل راهیسې د روسیې د ډرون تر ټولو لوی برید ګڼل کیږي. د کیف امنیتي مسوولینو ویلي، په دې بریدونو کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون پنځه کسان په پلازمېنه کې؛ چیرته چې هوایي بریدونو تر ۶ ساعته دوام وکړ، ټپیان شوي دي. له دې بریدونو وروسته په کیف ښار کې د لسګونو ودانیو برېښنا پرې شوې، خو د اوکراین د انرژۍ وزارت بیا خبر ورکړی، چې برېښنا یې بېرته فعاله کړې ده. د اوکراین او روسې تر منځ د جګړې ۲۱ میاشتې تېرېږي او اوس جګړې د اوکراین په ختیځ کې تر ټولو شدیدې شوې دي.