په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۳۷مه ورځ دوام لري. د پاکستان د دغې پرېکړې له امله په چمن ښارګوټي کې سوداګري او کاروبار په ټپه دریدلی دی. د یادې دروازې سره د افغانستان لوري سپین بولدک او د پاکستان لوري چمن ته د زرګونو کسانو اقتصاد تړلی پاتې دی. یاد پرلت یوه پنځه کسیزه کمیټه اسلام اباد ته لیږلې او وايي که یې غوښتنې ونه منل شي پر ډیورنډ فرضيکرښه اغزن تار له منځه وړي.