د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې اوکراین د ۲۴ بې پیلوټه الوتکو په مرسته، مسکو او د روسیې نور ښارونه په نښه کړي دي. د روسیې دفاع وزارت په دې راپور کې تولا،کالوګا، بریانسک او پلازمېنه مسکو هغه سیمې یادې کړې چې د اوکراین هدف ګرځېدلې دي. روسي چارواکي وایي په یادو سیمو کې کوم چاته خاص زیان نه دی رسېدلی او دوی پر دې بریالي شوي، چې د اوکراین ډير شمېر بې پيلوټه الوتکې یې را نسکورې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ اوکرایني چارواکو خبر ورکړی وو، چې روسيې پرې د ۷۵ بې پیلوټه الوتکو په مرسته برید کړی و او دوی یې ۷۴ را نسکورې کړې وې.