د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ ویلي، چې تمه لري متحده ایالات به د جمهوریپالو د مخالفتونو سربېره هم، د روسي ځواکونو د اېستلو لپاره په مبارزه کې له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. ستولتینبیرګ پرون د ناټو د ۳۱ غړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې پر اوکراین د یرغل له پیله متحدو هېوادونو له اوکراین سره زیاتې پوځي مرستې کړې او لا باید دوام پيدا کړي، نوموړی زیاتوي له اوکراین دا مرستې د دې لامل شوې، چې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه اړولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پکې وه، خو په کانګرس کې لا تراوسه نه ده تصویب شوې.