پاکستاني چارواکي وایي، چې د سېند په ایالت کې څلور پولیس په دې تور نیول شوي چې د دې هېواد د کرکټ یو مشهور لوبغاړي څخه یې رشوت اخیستی. د کرکټ لوبغاړي شعیب مقصود چې د پاکستان لپاره یې ۲۹ یو ورځنۍ او ۲۶ د شلو شلو اورونو لوبې کړي، پر خپله ټویټر پاڼه یې شکایت کړی چې د کراچۍ څخه ملتان ته روان و چې په لار کې ترې پولیسو رشوت واخیست. مقصود لیکلي چې د ملتان ښار ته یوې شل اوریزې لوبې کې د ګډون لپاره روان و خو پولیسو وروسته تر هغه پرېښود چې ۸ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت یې ورکړ. د دې لوبغاړي تر شکایت کولو وروسته، د سېند پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي، هغه څلور پولیس یې نیولي چې په دې پېښه کې یې لاس درلود. د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې پیښې له کبله د پولیسو ۲ چارواکو دندې د غفلت له کبله ځنډول شوي دي.