د جاپان ساحلي ځواکونو ویلي، د امریکا یوه پوځي الوتکه چې د عملې ۸ غړي په کې سپاره وو، نن د جاپان په سواحلو کې لوېدلې ده. په الوتکه کې د سپرو کسانو د وضعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. جاپاني رسنیو ویلي، چې دا اوسپرې ډوله الوتکه د یاماګوچي په سیمه کې د ایواکوني امریکایي پوځي اډې څخه په اوکیناوا کې د کادینا اډې ته روانه وه. د راپور له مخې غورځېدلې الوتکه په پلازمېنې توکیو کې د امریکا د یوکوتا هوایي اډې پورې اړه لري.