د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې پرون چهارشنبه د د غه هیواد جنوبي سیمې اودیسې ته سفر کړی دی او په دغه بندري سیمه کې يې له عامو وګړو او پوځي چارواکو سره کتلي دي. دا هغه سیمه ده، چې روسي ځواکونو په دوامداره توګه بمباريکړې ده او هلته یې د غلو دانو ګدامونه هم ویجاړ کړي دي. زلنسکي په دې ټینګار کړی دی، چې په تور سمندر کې د غلو دانو د تګ راتګ کوریډو باید خوندي وساتل شي. د یو بل خبر له مخې د اوکراین په اودیسې سیمه کې د ژمي سړې هوا او د واورو توپانونو هم ۱۲ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپيان کړي دي.