په مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین چاودنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی دی. دا خبره د مکسیکو د روغتیا وزیر کورښې الکوسیر کړې ده. هغه زیاته کړې چې ۸۵ نور کسان بستري شوي هم دي. په مرکزي مکسیکو کې د ګازو د پایپ لاین دا چاودنه د جمعې په ورځ هغه وخت وشوه چې ۸۰۰ کسانو په تلاهولیپن سیمه کې له لیک شوي پایپ نه تېل وړل. پولیسو ویلي چې د چاودنې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.