د نیپال حکومت ویلي، ۶ وګړي یې چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو، په اوکراین کې وژل شوي دي. د نيپال حکومت په یوه خپاره کړي بیان کې پر روسیې غږ کړی چې د خپل پوځ په لیکو کې د نیپالي وګړو له استخدام څخه ډډه وکړي او دوی ته یې په لیکو کې اجازه نه ورکوي. په بیان کې ویل شوي چې لاهم یوشمېر نیپالي وګړي د روسيې په پوځ کې دي او روسیه باید هغوی سمدستي نیپال ته را واستوي. بیان زیاتوي چې کتمندو اوسمهال د هغو نیپالي وګړو د آزادولو هڅې روانې کړې، چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو او د جګړې پرمهال د اوکرایني سرتېرو له خوا اسیران شوي دي.