د اوکراین هوایي ځواکونو خبر ورکړی دی، چې د ایران ساخت له ۴۸ ډرون الوتکو څخه یې، چې روسیې ترې په اوکراین کې د څو هدفونو په نښه کولو کې ګټه اخیسته، ۴۱ یې راغورځولې دي. د اوکراین ځواکونو دغه خبر پرون پر خپله ټلیګرام پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي، چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د روسیې ۴۱ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړې دي. د دوی په خبره دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه را پورته شوې وې. اوکرایني ځواکونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه مالومات نه دي ورکړي.