د ایران ایرنا خبري آژانس د دې هیواد د مخابراتو وزیر عیسی زارع پور له قوله خبر ورکړی، چې ایران یو داسېکاپسول د ځمکې مدار ته استولی چې د ژویو د لېږدولو وړتیا هم لري. دغه کاپسول چې نیم ټن وزن لري د ځمکې مدارته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې استول شوی دی. نوموړي دا نه دي ویلي چې ایا د کاپسول دننه کوم ژوی هم وو کنه، خو ویلي یې دي چې دغه ماموریت د ایران د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړې راتلونکو کلونو کې ستورمزلي یا فضانوردان فضاته ولېږي. نوموړي د ایران دولتي ټلویزیون ته دا هم ویلي، چې په پام کې لري پر ژویو د څو آزموېنو له ترسره کیدو وروسته تر ۲۰۲۹ کال پورې فضا ته ستورمزلي واستوي.