د امریکا د تینیسي ایالت چارواکو خبر ورکړی دی، چې په دغه ایالت کې شدید توپان ۶ کسان مړه او ۲۳ تنه نور ټپیان کړي دي. د چارواکو په خبره له سخت توپان وروسته په دغه ایالت کې د سیمو او لارو د پاکولو او د برېښنا د پرې شویو مزو د نښلولو چارې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې د توپان له امله یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوې، موټرونه چپه شوي او د دې ترڅنګ په لسګونه زره خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده. د متحدو ایالتونو د هوا پېژندني ملي ادارې د شنبې په ورځ د توپان او بوړبوکیو په اړه خبرداری هم ورکړی و. دوه کاله مخکې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ایالتونو کې د ۴۱ بوړبوکیو د راوتو خبر ورکړی و، چې ۱۶ یې د تینیسي او اته نورې یې د کانټکي په ایالتونو کې وې. په دغو پېښو کې ۸۱ کسان یوازې د کانټکي په ایالت کې مړه شوي وو.