د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره په کتنه کې ویلي، د روسیې خلاف جګړه کې اوکراین یوازې نه پریږدي او په کلکه به یې ملاتړ کوي. د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د اوکراین لپاره د سپینۍ ماڼۍ لخوا د غوښتل شویو تازه نظامي مرستو مخه نیولې خو بایډن بیا په خبري کنفرانس کې د اوکراین سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده. بایډن داهم ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله لري، چې متحده ایالات به په اوکراین مرستې بندې کړي خو په خبره یې دوی داسې نه کوي. د اوکراین ولسمشر بیا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سره په دې هیله کتلي، چې هغوي قانع کړي تر له اوکراین سره خپلې مرستې روانې وساتي.