د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه ۹۴ میلیونه ماشومانو سره د مرستو لپاره ۹.۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي، چې اقلیمي بدلون، زلزلو، د ناروغیو خپرېدا او مخ پر زیاتېدونکو جګړو لسګونه میلیونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سخت وضعیت سره مخ کړي دي. راپور کې د افغانستان وروستۍ زلزلې هم یادې شوي چې تر ټولو ډېره قرباني یې له ماشومانو اخیستې.