راپورونه وایي د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس مشرتابه پرون د اقلیم په اړه د وړاندیز شوې وروستۍ هوکړې متن خپور کړی دی. په دې هوکړه لیک کې، په لومړي ځل هېوادونه اړ ایستل شوي، چې د اقلیم د بدلون د ترټولو ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره له فوسیلي سوند موادو لاس واخلي او بدیلې لارې یې پيدا کړي. د دوبۍ په کوربتوب د اقلیمي بدلون په دې کنفرانس کې د نږدې ۲۰۰ غړیو هیوادونو استازو ګډون کړی دی. د دې کنفرانس یو شمېر ګډون کوونکو ټینګار کړی چې د فوسیلي سوند موادو دوره باید نوره پای ته ورسول شي، خو د تېلو تولیدونکې ډلې اوپیک او متحدینو یې ورسره مخالفت درلود.