اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې پر کیف ښار د روسیې راکټي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۵۳ کسان ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، چې دا توغندیز بریدونه پرون د اوکراین پر پلازمېنه شوي دي. د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې د دې بریدونو له امله یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوې او د استوګنې کورونو او روغتونونو ته هم زیان رسېدلی دی. په ورته مهال د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځ هوايي دفاع يوه ورځ مخکې په بلګرد سيمه کې د اوکراين د پوځ د توغنديزو بریدونو مخه نیولې ده. د یادولو وړ ده، چې پر اوکراین د روسیې توغندیز بریدونه ښايي د اوکراین د بریښنا په شبکه کې بله چاودنه وي چې له امله به یې په اوکراینیانو تودوخه، برېښنا او اوبه پرې شي.