اسرائیلو په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران پر قدس څانګه بریدونه کړي دي. قدس د سپاه هغه څانګه ده چې له ایرانه بهر عملیات کوي.
د اسرائیلو پوځ د یوه بیان په خپرولو سره ويلي، د جولان پر لوړو د سوریې له لوري د یوه توغندي تر توغولو وروسته یې دا بریدونه کړي دي.
اسرائیلو دغه راز سوریې ته هم خبرداری ورکړی چې د اسرائیل خاورې یا ځواکونو ته له زیان اړوونکو هڅو دې ډډه وکړي.
اسرائیلي ځواکونو په دغو بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم ایران په دې تړاو تراوسه کوم غبرګون ښودلی.
خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د سوریې دولتي رسنیو ته د دغه هېواد خبري سرچینو ویلي چې اسرائیلو په لارښود توغندیو سره پراخ بریدونه وکړل، چې ډېری توغندي یې د سوريې د هوايي دفاع له لوري شنډ شوي دي.
په برېټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار مېشتې ډلې هم ويلي چې اسرائیلي توغندیو د دمشق شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو وړمه ورځ ویلي، که دی په هېواد کې وي یا نه، د ایران پر ضد سیاست به یې دوام لري.
نوموړي چاد ته په خپل لومړي سفر کې ویلي چې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د تثبیت پر ضد هڅې یې دایمي دي.
نوموړي په دې اړه زیاته کړې: «دا سیاست نه بدلېږي، که زه اسرائیل کې یم یا چاد ته په تاریخي سفر وتلی یم، دا تلپاتې سیاست دی».
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل پوځ لوی درستیز ګاډي ایزنکوټ هم په دې وروستیو کې په سوریه کې له ایران او په هغه پورې تړلو ډلو سره د مقابلې په هکله نیویارک ټایمز ته ویلي، چې دوی په دې وروستیو کې په سوریه کې پر ایراني اهدافو بریدونو ته زور ورکړی دی.
له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر په سوریه کې له ایران سره د مقابلې لپاره پر خپل هوډ لا ډېر ټینګار وکړ.
خو د نوموړي په غبرګون کې د سپاه پاسداران قوماندان تورن جنرال محمدعلي جعفري ویلي: «ټول هغه پوځي او انقلابي سلاکاران او وسلې او تجهیزات چې د سوریې د مظلوم ولسمشر د ملاتړ او د اسلامي مقاومت د مبارزاتو د وړتیا زیاتولو لپاره سوریه کې دي، هملته ساتو».
خو د اسرائیلو لومړي وزیر ایران ته په وینا کې ویلي، سپارښتنه کوم چې له سوریې ژر خپل ځواکونه وباسئ؛ ځکه موږ د بریدونو د سیاست ژمنه کړې او پرې درېږو.