د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده. د جیو ټلویزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر استعفا پرون د دغه هیواد سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ منلې ده. سرفراز بګټي د افغان کډوالو د اېستلو پلوی او د دې پلان یو طراح و. هغه له تېر اکتوبر راهیسې له ۴ لکه د ډېرو افغانانو په اېستلو کې مهم رول درلود. جیو د خپلو سرچينو په حواله لیکلي چې بګټي د ډسمبر په ١٣مه خپله استعفا لومړي وزیر کاکړ ته وړاندې کړې وه خو هغه پرون منلې ده. راپور کې راغلي چې سرفراز بګټي د شخصي دلايلو له امله استعفا کړې ده خو اکسپرس نیوز رسنۍ بیا ویلي چې بګټي په ټاکنو کې د ګډون په موخه استعفا کړې او د مسلم لیګ ګوند له ادرسه به ټاکنو کې برخه اخلي. بل خوا ځینې پاکستاني رسنۍ لیکي چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون لخوا د ټاکنو د مهالوېش له اعلان سره سم د کابینې یو شمېر سرپرستو وزيرانو له خپلو دندو استعفا کړې ترڅو په ټاکنو کې ګډون وکړي.