پاکستاني چارواکي وایي، چې د دغه هیواد په لاهور ښار کې یې پرون شنبه د هوا د ډېرې ککړتیا سره د مبارزې لپاره په لومړي ځل مصنوعي باران ورولی دی. د مالوماتو له مخې دا باران د الوتکو په وسیله چې د باران ورېدو په ځانګړو وسایلو سمبالې وې، د لاهور ښار په څه باندې ۱۰ ځایونو ورولی دی. پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هوا پکې ډیره ککړه وي او دا لومړی ځل دی چې د دې ستونزې د حل لپاره پکې دا ډول تجربه ترسره کیږي. د پنجاب ولایت اعلی وزیر محسن نقوي ویلي چې د مصنوعي باران وریدو دا وسایل ورته دعربي متحده اماراتو لخوا د مرستې په توګه ورکړل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې په متحده ایالاتو، چین او هند کې هم د همدې ډول بارانونو څخ کار اخیستل شوی. کارپوهان پر باور دي چې لږ باران هم، د هوا د ککړتیا کچه ډیره راکمولی شي.