دامریکا ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی، چې په پام کې لري د روان کال له پای ته رسېدو وړاندې، اوکراین ته د اضافي پوځي مرستې یوه بله بسته ورکړي. د دې بستې دقیقه اندازه نه ده ښودل شوې، خو سپینې ماڼۍ پرون ویلي، چې په دې بستې باید کانګرس د نورو مرستو په برخه کې له ځنډ پرته اقدام وکړي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د کانګرس له غړو په تېره له جمهوریپالو وکیلانو غوښتي دي، چې زړه نازړه توب یوې خوا ته کړي او هغه طرحه هم تصویب کړي چې ده د سرحدي امنیت، اسراییل او اوکراین لپاره د څه باندې سل میلیارد ډالره بېړنۍ مرستې غوښتنه یې پکې کړې ده. د یادولو وړ ده، چې په دې بسته کې د اوکراین برخه ۶۱ میلیارد ډالره ښودل شوې ده.