د اوکراین هوایي ځواکونو خبر ورکړی چې پرون یې د روسیې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې له منځه وړې دي. د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، دوی د ۱۹ ډرون الوتکو څخه چې روسیې ورڅخه پرکیف، خیرسون او د اوکراین پر یو شمېر نورو سیمو د بریدونو لپاره کاراخیست، ۱۸ یې له مینځه وړې دي. دا په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزیلنسکي تېره ورځ په کیف کې د دې کال په وروستي خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې امریکا به ورسره نوره پوځي مرسته وکړي. خو د نوموړي له دې څرګندونو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا سناجرګه به له اوکراین سره د نورو مرستو او د متحدو ایالتونو د پولو د ټینګښت لپاره یوې نوې بستې ته د راتلونکي کال له لومړیو دمخه رایې ورنه کړي.