د راپورونو له مخې په جرمني کې امنیتي چارواکو، د کولن پر کلیسا د احتمالي بریدونو د ګواښ په تړاو درې نور شکمن کسان نیولي دي. د مالوماتو له مخې دغه کسان پرون یکشنبه څو ورځې وروسته تر هغه ونیول شول چې څو ورځې وړاندې یو ۳۰ کلن تاجکي وګړی هم په دې شک نیول شوی و، چې نوموړي غوښتل د نوي میلادي کال په رخصتیو کې د کولن پر لویې کلیسا برېد وکړي. د جرمني امنیتي مسوولینو ویلي، چې نیول شوي کسان او د هغوی د استوګنې ځایونه دا مهال تر څارنې لاندې دي. د پرونیو نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د جرمني د ( ډي پي اې) خبري اژانس لیکلي، چې ټول شکمن کسان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.