د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل جاپاني سیال شینزو ابې سره لیدلي دي. دوی د ځمکې پر سر د لسیزو زړې هغې شخړې په اړه خبرې کړې دي چې له کبله یې په دویمه نړیواله جګړه کې توکیو او مسکو نه وو توانېدلي چې په رسمي ډول د سولې موافقه وکړي. پوتین او ابې پرون په کرملین کې سره لیدلي دي. د کرملین ویاند دمتري پسکوف ویلي چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګتو نه تېرېږي. د ده په وینا دا خبرې په لومړي پړاو کې دي او تمه ده ګټورې پایلې ولري.