د بغلان د غوري سمنټو فابریکې مسوولین وايي، چې د بغلان، کندوز او تخار ولایتونو د اړتیا ۷۰ سلنه او د ټول هېواد ۶ سلنه سمنټ تولیدوي او هڅې دادي چې د تولید کچه لوړه شي. د بغلان د غوري سمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې د دې فابریکې د سمنټ د پلور قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره شوی او په ورځني ډول له ۱۰ زره تر ۲۰ زره بوجیو پورې سمنټ یې په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې پلورل کېږي. د غوري سمنټو فابریکې کارکوونکي محمد یوسف او حکیم شینواری وايي، چې په دې وروستیو کې یې د غوري سمنټو فابریکو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی او دغه راز د کارکوونکو معاشونه هم پر وخت اجرا کېږي.